د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې څخه ارزونه وکړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۹:۵۹
کشف

تېره ورځ د دغې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبدالشکور "طیب" په مشرۍ يوه پلاوي د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې څخه د لیدنې په ترڅ کې د نوموړې توقیفخونې له امر محترم مولوي عبداللطیف"سجاد" سره پر اړوندو موضوعګانو خبرې اترې وکړې.

په ورته وخت کې د پلاوي له لوري د یادې توقیفخونې مسوولينو ته د سهولتونو لا زیاتولو په تړاو لازمې لارښوونې وشوې او له نوموړو څخه یې وغوښتل څو له توقیفیانو سره د ښه چلند ترڅنګ د هغوی ستونزو ته پروخت رسېدنه وکړي.

داراز، د ادارې د کشف او اوپراتېفي د رئیس په مشرۍ پلاوي د دې توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

داراز، پلاوي د دې توقیخونې پخلنځی، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د شته ستونزو د حل لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړې.

 

ذوالقعده ۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۱
Background image

کورس یک ماهه آموزشی برای پرسونل نظامی اداره زندان ولایت بادغیس تدویر گردید.

مسئولان میگویند: به منظور ارتقأی ظرفیت مسلکی، افزایش سطح آگاهی و تقویت مهارت های وظیفوی پرسونل نظامی، کورس آموزشی یک ماهه برای افسران، ساتنمنان و سربازان اداره زندان ولایت بادغیس آغاز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

BACK TO NEWS