د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي برخو ترمنځ د همغمږۍ غونډه جوړه شوه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۴:۱۲
سیمینار

دغه غونډه، چې نن(چهارشنبې) د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ او د ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د کابل ولایت د زندانونو چارو د سمون رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" او یو شمېر نورو ملکي او نظامي برخو رئیسانو په ګډون جوړه شوه، د دې ادارې پر مربوطه تخنیکي مسایلو بحث او غور وشو. داراز، محترم بدر په یاده غونډه کې د ادارې د ټولو ریاستونو تر منځ د مرکز او ولایاتو په کچه د همغږۍ پر لا ډېرولو او ښه کولو ټینګار وکړ او له مسوولینو یې وغوښتل، څو د خپلو فعالیتونو او خدمتونو ترسره کولو په بهیر کې د لاسته راوړنو د غښتلي کولو، د ستونزو حلولو او راتلونکي لپاره د منظمو او رغندو پلانونو جوړولو لپاره ډېره هڅه وکړي. د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین تل هڅه کوي، څو د هرډول ستونزو پروخت حل، د چارو پروړاندې د خنډونو لرې کولو او مثبتو موخو ته د رسېدو لپاره په خپلو منځونو کې همغږي ولري او د دا ډول غونډو پرمهال یې په اړه سلا مشورې وکړي. ربېع الاول- ۱/ ۱۴۴۴ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۱
Background image

کورس یک ماهه آموزشی برای پرسونل نظامی اداره زندان ولایت بادغیس تدویر گردید.

مسئولان میگویند: به منظور ارتقأی ظرفیت مسلکی، افزایش سطح آگاهی و تقویت مهارت های وظیفوی پرسونل نظامی، کورس آموزشی یک ماهه برای افسران، ساتنمنان و سربازان اداره زندان ولایت بادغیس آغاز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

BACK TO NEWS