د زندانونو چارو د سمون ادارې له یو میاشتیني روزنیز او مسلکي کورس څخه په څلورمه دوره کې )۱۳۸) ساتنمنان مجاهدین فارغ شول

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۵ - ۱۵:۴۶
معاون نظامی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او روزنې ریاست د تعلیمي مرکز له روزنیز او مسلکي یو میاشتیني کورس څخه د ساتنمنانو په دې څلورمه  دوره کې، هغه(‎۱۳۸) تنه مجاهدین فارغ شول، چې په دې وروستیو کې د ساتنمنۍ بستونو کې په دنده ګومارل شوي دي.
یادو ساتنمنانو، چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو له زندانونو څخه په دې کورس کې برخه اخیستې وه، ورته د بندیانو د ساتلو، محکمو او څارنوالیو ته د هغوی د لېږدولو، د بندیانو د بلوا او شورش د کابو کولو، د زندانیانو د انساني او شرعي حقونو رعایتولو او د نظامي نظم او ډېسپلین په پام کې نیولو اړوند لازمې مسلکي زده کړې او روزنې ورکول شوې دي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په دې اړه د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې، چې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث" سادات"، د یاد زندان د امنیتي قطعې قومندان محترم مولوی شرافت الله" حقاني"، د ښوونیز(تعلیمي) مرکز قومندان محترم ملا حیات الله" احمدي" او یو شمېر نورو ملکي او نظامي پرسونل او مسوولینو هم شتون درلود، د خپلو خبرو پرمهال د زندانونو د امنیت خوندي ساتل ډېر مهم او د امنیتي مسوولینو او پرسونل مسوولیتونه یې تر نورو امنیتي اورګانونو درانه وګڼل او د یاد کورس له فارغانو یې وغوښتل، څو له یوې خوا په کورس کې زده کړي مسایل په خپله په بشپړ ډول عملي کړي او له بلې خوا د زندانونو په امنیتي برخه کې له نورو همکارانو سره یې په پوره امانتوالۍ شریک کړي.
په ورته وخت کې د ادارې د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" هم په خپله وینا کې، نوموړو فارغانو ساتنمنانو ته په ټینګار سره وویل، « تاسو باید تل په خپلو دندو ټینګ ولاړ او حاضر واوسئ، عبادات مو پر وخت ترسره کړئ او له درسپارل شويو نظامي تجهیزاتو څخه چې د بیت المال دی ښه ساتنه وکړئ».
یاده غونډه، د زندانونو چارو د سمون ادارې د روزنیز کورس د څلورمې دورې (۱۳۸) تنو ګډونوالو ساتنمنانو مجاهدینو ته د فراغت د سند په ورکړې او د خیر د دعا په کولو سره پایته ورسېده.
په پام کې ده، چې د دغې ادارې د ښوونې او روزنې ریاست د ښوونیزې قومندانۍ له خوا به په راتلونکې کې هم، د ساتنمنۍ په بستونو کې نویو ګومارل شویو مجاهدینو ته د یادو کورسونو لړۍ دوام ولري.

جمادي الثاني ۲/ ۱۴۴۳
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۱
Background image

کورس یک ماهه آموزشی برای پرسونل نظامی اداره زندان ولایت بادغیس تدویر گردید.

مسئولان میگویند: به منظور ارتقأی ظرفیت مسلکی، افزایش سطح آگاهی و تقویت مهارت های وظیفوی پرسونل نظامی، کورس آموزشی یک ماهه برای افسران، ساتنمنان و سربازان اداره زندان ولایت بادغیس آغاز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

BACK TO NEWS