د لغمان ولایت د زندان ۳۴ تنه زندانیان د قرانکریم د ناظرې او یو تن د حفظ له برخې فارغ شول

news_admin
Tue, Dec 19 2023 3:01 PM
لغمان

د دغه زندان د مسوولینو په هڅو د دیني زده کړو له پروګرامونو څخه د فراغت په دوام، دا ځل ۳۴ تنه زندانیانو د ناظرې او یو تن د قرانکریم حفظ برخه پایته ورساوله، چې نوموړي په نورو دیني زده کړو کې د برخې اخیستلو په موخه لا وهڅول شول.
د لغمان د زندان امر محترم قاري عبیدالله "حقاني" یادو مراسمو ته په خبرو کې په داسې حال کې، چې د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري محمد ګل "جګرخون" او  د دې ولایت یو شمېر علماوو، ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود له فارغو شویو زندانیانو سره ژمنه وکړه، چې ورته به د ښوونې او بیاروزنې پروسې د ښه والي او چټکوالي لپار خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
په ورته وخت کې، د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري محمد ګل "جګرخون" د دغه ولایت د زندان د مربوطه مسوولینو له خوا د دې زندان زندانیانو ته د زده کړو د ښه چاپېریال رامنځته کولو په موخه د ځانګړې مننې ترخوا نوموړو ته لارښوونه وکړه څو په دې برخه کې لانور ګټور ګامونه پورته کړي.

جمادي الثاني ۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو اوعامه اړيکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS