د غزني ولایت د زندان له ښځینه زندانیانو سره د حفط الصحې توکو مرسته وشوه

news_admin
Tue, Mar 05 2024 3:38 PM
غزنی

د غزني د زندان د مسوولینو په هڅو، او د YHDO موسسې له لوري د دغه ولایت د ښځینه زندانیانو سره د حفط‌الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه.

په یادو مرسته شویو توکو کې، شامپو، د غاښونو بورس، کریم، د مخ کریم، ګومونځ، صابون، او داسې نور لازم توکي موجود وو چې د یاد زندان د مسوولینو له خوا په پوره شفافیت د نوموړي زندان پر ښځینه زندانیانو وويشل شول.

همدا راز، د غزني د زندان مسوولینو د یادو توکو د مرستې په موخه د مننې ترڅنګ دغه توکي اړین بللي او له نوموړو یې د ورته نورو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کړی.

 

شعبان المعظم ۲۳/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS