د غزني ولایت د زندان له ښځینه زندانیانو سره د حفط الصحې توکو مرسته وشوه
د غزني د زندان د مسوولینو په هڅو، او د YHDO موسسې له لوري د دغه ولایت د ښځینه زندانیانو سره د حفطالصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه.
په یادو مرسته شویو توکو کې، شامپو، د غاښونو بورس، کریم، د مخ کریم، ګومونځ، صابون، او داسې نور لازم توکي موجود وو چې د یاد زندان د مسوولینو له خوا په پوره شفافیت د نوموړي زندان پر ښځینه زندانیانو وويشل شول.
همدا راز، د غزني د زندان مسوولینو د یادو توکو د مرستې په موخه د مننې ترڅنګ دغه توکي اړین بللي او له نوموړو یې د ورته نورو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کړی.
شعبان المعظم ۲۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
