د بغلان د زندان پرسونل او زندانیانو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې

news_admin
Wed, Mar 06 2024 3:40 PM
baghlan

د دغه ولایت د زندان مسوولین زیاتوي، تېره ورځ یې په یاد زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو  او  پرسونل د ټېمونو  ترمنځ دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
نوموړو مسوولینو  په وینا دغو سیالیو موخه د دواړو لورو ترمنځ د یوې ښې سالمې فضا رامنځ ته کول وو، څو له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې، د بغلان ولایت د زندان زندانیانو د یادو دوستانه سیالیو د برابرولو له امله مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د زندان له خوا به په نورو جوړو شویو مثبتو  پروګرانونو کې هم د تل په شان برخه واخلي.
د یو بل خبر له مخې، د بغلان د زندان رهبرۍ پلاوي د دې ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ له توقیفخونې څخه لیدنه وکړه او مسوولینو ته یې د توقیفیانو د محاکماتي چارو د لا اسانتيا او د نورو ښو خدمتونو برابرولو په هدف لازمې لارښونې وکړې.

شعبان المعظم ۲۴/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS