ولایتي خبرونه(کندز- بادغیس) د زندانونو چارو د سمون ادارې د سلب ازادۍ په ځایونو د څارنې ریاست یوه پلاوي د کندز ولایت له زندان لیدنه وکړه

news_admin
Thu, Aug 01 2024 12:09 PM
madin

د دغې ادارې د سلب ازادۍ په ځایونو د څارنې ریاست یوه پلاوي چې مشري یې محترم مولوي نوراقا "ذبیح" کوله د کندز ولایت له زندان لیدنه وکړه.

داراز، پلاوي د نوموړي زندان د ښوونیزو او اصلاحي پروګرامونو، اداري او کاري شعباتو، روغتیایي، اعاشوي او اباتوي خدمتونو ترڅنګ د دوی د بشري او اسلامي حقونو  د رعایتولو او د نوموړو د جرمي دوسیو پر وخت تعقیبولو او یو شمېر نورو برخو څخه له نږدې ارزونه وکړه.

همداراز، نوموړي پلاوي د یاد زندان مسوولینو ته د زندانیانو لپاره د اسانتیاوو پر لا زیاتولو ستونزو او غوښتنو ته یې د رسېدنې په موخه یو لړ لارښوونې هم وکړې.

 

د یو بل خبر له مخې، د بادغېس ولایت د امربالمعروف او نهي عن المنکر یوه پلاوي د دې ولایت له زندانه لیدنه وکړه

 

د دغه ولایت د امربالمعروف او نهي عن المنکر  یوه پلاوي د یاد ولایت د زندان له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او په یو لړ موضوعاتو یې سره خبرې اترې وکړې.

داراز، یاد پلاوي د دغه زندان له زندانیانو او پرسونل سره هم له نږدې وکتل او هغوی ته یې په خبرو کې وویل: «د تل په څېر خپل ځانونه په نبوي (ص) سنتو برابر، پینځه وخته لمونځ په جماعت سره ادا، ښه کارونه ترسره او نورو ته هم د غوره کړنو په کولو لارښونه وکړئ».

 

محرم الحرام  ۲۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د مطبوعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS