ولایتي خبرونه(کندز- بادغیس) د زندانونو چارو د سمون ادارې د سلب ازادۍ په ځایونو د څارنې ریاست یوه پلاوي د کندز ولایت له زندان لیدنه وکړه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۱۲:۹
madin

د دغې ادارې د سلب ازادۍ په ځایونو د څارنې ریاست یوه پلاوي چې مشري یې محترم مولوي نوراقا "ذبیح" کوله د کندز ولایت له زندان لیدنه وکړه.

داراز، پلاوي د نوموړي زندان د ښوونیزو او اصلاحي پروګرامونو، اداري او کاري شعباتو، روغتیایي، اعاشوي او اباتوي خدمتونو ترڅنګ د دوی‎ د بشري او اسلامي حقونو  د رعایتولو او د نوموړو د جرمي دوسیو پر وخت تعقیبولو او یو شمېر نورو برخو څخه له نږدې ارزونه وکړه.

همداراز، نوموړي پلاوي د یاد زندان مسوولینو ته د زندانیانو لپاره د اسانتیاوو پر لا زیاتولو ستونزو او غوښتنو ته یې د رسېدنې په موخه یو لړ لارښوونې هم وکړې.

 

د یو بل خبر له مخې، د بادغېس ولایت د امربالمعروف او نهي عن المنکر یوه پلاوي د دې ولایت له زندانه لیدنه وکړه

 

د دغه ولایت د امربالمعروف او نهي عن المنکر  یوه پلاوي د یاد ولایت د زندان له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او په یو لړ موضوعاتو یې سره خبرې اترې وکړې.

داراز، یاد پلاوي د دغه زندان له زندانیانو او پرسونل سره هم له نږدې وکتل او هغوی ته یې په خبرو کې وویل: «د تل په څېر خپل ځانونه په نبوي (ص) سنتو برابر، پینځه وخته لمونځ په جماعت سره ادا، ښه کارونه ترسره او نورو ته هم د غوره کړنو په کولو لارښونه وکړئ».

 

محرم الحرام  ۲۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د مطبوعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پلاوي د ارزګان ولایت د زندان نوي بلاک د رغنیزو چارو او روغتون څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي ملا عبدالله "بلال " او د دې ادارې د روغتیا رئیس په ګډون پلاوي د ارزګان ولایت زندان ته سفر وکړ او هلته یې د نوي بلاک د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS