د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ پلاوي د هلمند ولایت د زندان د پایوازۍ بهیر له نږدې وارزوه

news_admin
Mon, Oct 14 2024 12:37 PM
هلمند

د دغې ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم الحاج پاسوال اسدالله "مولانا"په مشرۍ پلاوي د هلمند ولایت د زندان د پایوازۍ بهیر د ارزونې په ترڅ کې د دې زندان د ښځينه ملاقات ځای چې چارې یې د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري اتیا فیصده بشپړې شوي هم لیدنه وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې دنده وسپارله، څو په دغه بهیر کې ستونزې حل او لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

داراز، نوموړي پلاوي یادو مسوولینو ته په خبرو کې دا هم وویل چې خپلو مسوولیتونو ته د پاملرنې تر څنګ پایوازانو سره ښه چلند وکړي.

په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم الحاج پاسوال اسدالله مولانا په مشرۍ پلاوي د دې زندان له پایوازانو سره له نږدې ولیدل ستونزې او غوښتوې یې ترې واورېدې چې نوموړو د پیوازۍ په برخه کې د تګ راتګ او نورو اسانتیاوو برابرولو په پار له پلاوي مننه وکړه.  

 

ربیع الثاني ۱۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS