د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس د اول بلاک لپاره نوی قوماندان په دنده وګومارل شو 

news_admin
Mon, Dec 30 2024 2:31 PM
معرفی

د دې ولایت د مرکزي محبس مسوولینو له لورې محترم حاجي حبیب الله د سمونملۍ په بست کې د یاد محبس د اول بلاک د قوماندان په توګه د بلاک پرسونل ته معرفي او رسماً یې په دې بست کې خپله دنده پیل کړله.

داراز، په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري محمد ګل "جګرخون" د نوموړي محبس د مخکیني قوماندان کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد بلاک له پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړله.

داراز، محترم حاجي حبیب لله هم د ادارې له خوا ده ته د دې مسوولیت د سپارلو له کبله مننه وکړله او ویې ویل چې دا مسوولیت یو امانت دی او په ښه توګه د ساتلو ترڅنګ به ورسپارل شوې چارې پروخت ترسره کوي.

 

جمادي الثاني ۲۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS