د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ شورا غونډه کې پر ځینو اړینو او مهمو مسایل خبر اترې او مشورې وشولې

news_admin
Wed, Jan 29 2025 8:55 AM
جلسه رهبری

دغه غونډه، چې نن(چهارشنبې) د دې ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال، د نظامي چارو مرستیال او د ادارې د مرکزي برخو نورو رئیسانو، امرینو او د نظامي برخې مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د ادارې پر یو شمېر حقوقي او تخنیکي مسایلو او زندانیانو ته د لاښو خدمتونو وړاندې کولو په هکله خبرې اترې او په اړه یې د اصولي او تقنیني اسنادو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشولې.

داراز، په یاده غونډه کې يو شمېر رئیسانو د چارو لا نور ښه والي لپاره خپل نظرونه، مشورې او وړاندیزونه د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ سره شریک کړل، چې د رهبرۍ محترم مقام يې په اړه لازمې لارښوونې وکړلې.

 

رجب المرجب ۲۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS