د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال د دې ادارې له مسوولینو سره د معرفت ناسته ترسره کړله

news_admin
Thu, Mar 13 2025 12:57 PM
دیدار روسا با معاون پالیسی

د دغې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال په خپل کاري دفتر کې د دې ادارې له یو شمېر رئیسانو امیرینو او د ملکي او نظامي برخو مسوولینو سره د معرفت ناسته ترسره کړله

داراز، په دې ناسته کې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم الحاج مولوي محمد کاظم طارق په خپلو خبرو کې وویل: چې د ادارې چارو د لا پیاوړتیا په موخه باید سره په ګډه ونډه واخلو څو چارې په همغږۍ سره د شرعي اصولو او د افغانستان نافذه قوانینو په رڼا کې مخ ته لاړې شي.

همداراز، نوموړي یادو مسوولینو ته د مرکز او ولايتونو د زندانونو د زندانیانو، توقیفیانو او محجوزینو په هکله د غوره خدمتونو د برابرولو په موخه  یو شمېر لازمې لارښونې هم وکړې.

په پای کې،  د دغې ناستې مسوولینو هم د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو محترم مرستيال ته ډاډ ورکړ چې ورسپارل شوې چارې به په رښتینولۍ سره سرته رسوي.

 

رمضان المبارک ۱۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS