د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړله

news_admin
Wed, Apr 30 2025 2:54 PM
مرکز اصلاح

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ یوه پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه د لیدنې پرمهال د یاد مرکز له رئیس محترم مولوي شرافت الله"حقاني" او پرسونل  سره د دې مرکز د محجوزینو لپاره د لاغوره چوپړتیاوو برابرولو او لانورې ښې پاملرنې په اړه خبرې اترې وکړې.

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د نوموړي مرکز له محجوزینو سره هم له نږدې ولیدل او هغوی یې د اصلاح په موخه د یاد مرکز له لوري د برابرو شویو ګټورو ښوونیزو، روزنیزو، حرفوي او ورزشي برنامو کې ګډون لپاره وهڅول.

داراز، پلاوي د دې مرکز د محجوزینو لپاره د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د شته نیمګړتیاوو د بشپړولو او د لاښو چوپړتیاوو برابرولو په موخه یې اړوندو مسولینو ته د پام وړ لارښونې وکړې.

په پای کې، پلاوي د دې مرکز له امنیتي ټاورونو، قراولونو او امنیتي پوستو څخه هم لیدنه وکړله او مسوولینو ته یې د یادو ماشومانو لپاره د خوندي چاپېریال د رامنځته کولو په هکله لازمې سپارښتنې وکړې.

 

‌ذو القعده ۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست      

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS