ولایتي خبرونه (ننګرهار، پکتیکا) د ننګرهار ولایت په زندان کې د چپرهار او بهسودو ولسوالیو د والیبال لوبډلو ترمنځ سیالی پیل شوې

د ننګرهار ولایت د زندان د مسوولینو په وینا، د دې ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست او د نوموړي زندان په همغږۍ د والیبال فدراسیون استازولۍ له لوري زندانيانو لپاره د ذهني ارامتیا او سالمې تفریح په موخه د یاد محبس میدان کې د زندانیانو او مسوولینو په شتون د والیبال سیالي پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د چپرهار او بهسودو ولسواليو د واليبال لوبډلو تر منځ ترسره شوه چې په پايله کې د چپرهار لوبډلې د یوې پیاوړي لوبې په کولو سره مقابلې لوبډلې ته د ۳ پر صفر میدانونو په ګټلو سره ماتې ورکړه.
دا راز، د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" وویل: له دغو سیالیو یې موخه زندانیان په سالمو او مثبتو کړنو بوخت ول دي څو روحي فشار یې کم او د یوالي همکارۍ او ورورولۍ احساس یې لا پیاوړی شي، چې له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.
د یادونې ده چې په دې سیالیو کې د نوموړو والسوالیو لسو لوبډلو ګډون کړی او یادې سیالۍ به له لس ورځې دوام وکړي.
د یو بل خبر له مخې، د پکتیکا ولایت زندان ملکي او نظامي پرسونل ته د ظرفیت لوړونې په موخه دوه ورځینی سمینار ترسره شو
د دې ولایت د زندان د امر مولوي احسان الله "صلاح الدین" په وینا، یاد سمینار چې د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی وو، د دې ولایت ملکي او نظامي پرسونل ته د زندانیانو د ساتنې له هغوی سره د ښه چلند، داعاشې، اباتې، د بندیانو د انتقال، د هغوی د تسلیمولو طریقه او ورته د غوره اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ نور د اړتیا وړ مهم موضوعات شریک شول.
محرم الحرام ۱۱/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت