ولایتي خبرونه (ننګرهار، پکتیکا) د ننګرهار ولایت په زندان کې د چپرهار او بهسودو ولسوالیو د والیبال لوبډلو ترمنځ سیالی پیل شوې

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۳:۴۴
ولایتی

د ننګرهار ولایت د زندان د مسوولینو په وینا، د دې ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست او د نوموړي زندان په همغږۍ د والیبال فدراسیون استازولۍ له لوري زندانيانو لپاره د ذهني ارامتیا او سالمې تفریح په موخه د یاد محبس میدان کې د زندانیانو او مسوولینو په شتون د والیبال سیالي پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د چپرهار او بهسودو ولسواليو د واليبال لوبډلو تر منځ ترسره شوه چې په پايله کې د چپرهار لوبډلې د یوې پیاوړي لوبې په کولو سره مقابلې لوبډلې ته د ۳ پر صفر میدانونو په ګټلو سره ماتې ورکړه.

دا راز، د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید"  وویل: له دغو سیالیو یې موخه زندانیان په سالمو او مثبتو کړنو بوخت ول دي څو روحي فشار یې کم او د یوالي همکارۍ او ورورولۍ احساس یې لا پیاوړی شي، چې له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

د یادونې ده چې په دې سیالیو کې د نوموړو والسوالیو لسو لوبډلو ګډون کړی او یادې سیالۍ به له لس ورځې دوام وکړي.

 

د یو بل خبر له مخې، د پکتیکا ولایت زندان ملکي او نظامي پرسونل ته د ظرفیت لوړونې په موخه دوه  ورځینی سمینار ترسره شو

 

د دې  ولایت د زندان د امر مولوي احسان الله "صلاح الدین" په وینا، یاد سمینار چې د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی وو، د دې ولایت ملکي او نظامي پرسونل ته د زندانیانو د ساتنې له هغوی سره د ښه چلند، داعاشې، اباتې، د بندیانو‌ د انتقال، د هغوی‌ د تسلیمولو‌ طریقه ‌او ورته د غوره اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ نور د اړتیا وړ مهم موضوعات شریک شول.

 

 

محرم الحرام ۱۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه (بلخ، ننګرهار) د بلخ ولایت زندان سره د عامې روغتیا ریاست او سرې میاشتې ټولنې له لوریو مرستې وشوې

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ولایت له زندان سره د روغتیايي خدمتونو د لا پیاوړتیا په موخه د یوه مجهز امبولانس مرسته وشوه.
د بلخ د زندان رئیس محترم مولوي کمال‌الدین "زاهد. . .

BACK TO NEWS