د پوهنې وزارت او د زندانونو چارو د سمون ادارې ترمنځ د همکاریو هوکړه‌ لیک لاسلیک شو

news_admin
Mon, Jul 14 2025 3:04 PM
توافق نامه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او پوهنې وزارت د سواد زده کړو ریاست ترمنځ زندانیانو ته د لیک لوست زده کړو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري" په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل؛ نوموړې اداره تل هڅه کوي چې زندانیانو د اصلاح په موخه ښوونیزې او روزنیزې برنامې لا پراخې کړي څو پر مټ یې زندانیان د بند مودې پوره کېدو سره سم خپلې کورنۍ او ټولنې ته د یو مثبت فکر سره د سالم وګړي  په توګه یو ځای شي.

محترم مولوي ناصري زیاتوي، د نوموړې ادارې اړوند ټول زندانونه د علم او شخصیت جوړونې په مرکزونه بدل شوي او زندانیانو د اصلاح په موخه دیني، عصري او حرفوي زده کړو بهیر ورځ تر بلې پیاوړی کیږي.

همدا راز، د پوهنې وزارت د سواد زده کړو ریاست مسوولینو په وینا، د یاد هوکړه لیک تر لاسلیک کېدو سره سم به د هیواد په (۳۹) زندانونو کې (۲۳۹۱) زندانیانو ته د لیک لوست زده کړو زمینه برابره شي.

په پای کې، دواړو لوریو یاد هوکړه لیک اړین او ګټور وباله او د نوموړو ریاستونو ترمنځ د همکاریو د دوام ژمنه وشوه.

 

محرم الحرام ۱۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS