د غزني ولایت په زندان کې د څلورو بېلابېلو شعباتو لپاره نوې خونې ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې

news_admin
Tue, Dec 23 2025 2:43 PM
غزنی

د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت د  یاد ولایت په زندان کې د اداري چارو د لا ښه تنظیم او اسانتیاوو د برابرولو په موخه، مالي او  اداري امریت، د انسجام او پالېسۍ، د پيژند او کارکوونکو چارو او حاضرۍ مدیریت شعباتو لپاره نوې خونې جوړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د نوموړي ولایت د زندان رئیس محترم مولوي محمد نور "بلال شاهین" وايي، یادې خونې د اداري، تخنیکي او مسلکي اړتیاوو په نظر کې نیولو سره جوړې شوې دي، چې ورسره به اړوندو شعباتو د کارونو بهیر منظم، چټک، اغیزمن او کارکوونکو د کاري چاپېریال د ښه والي په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

د زندان رئیس زیاتوي چې د زندانونو چارو د سمون اداره به په دوامداره توګه د بنسټیزو اسانتیاوو د پراختیا، اداري ظرفیت لوړولو او د کاري چارو د معیاري کولو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

 

رجب المرجب ۲/۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS