د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت مرکزي توقیفخونې څخه لیدنه وکړله

news_admin
Mon, Feb 23 2026 9:50 AM
توقیف

د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" لومړۍ  د کابل ولایت مرکزي توقیفخونې ته ولاړ او  هلته يې د یادې توقیفخونې له رئیس محترم قاري محمد ګل "جګرخون" سره ولیدل او پر اړوندو موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې وکړې.

تر دې وروسته، د نظامي چارو مرستیال او مل پلاوي د یادې توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او د هغوی د حال او احوال پوښتنه یې وکړله، چې توقیفیانو د پلاوي پر ورتګ خوښي وښوده او له دوی سره د مرکزي توقیفخونې د مسوولینو له خوا د ښه چلند له امله د رضایت کړ.

په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي د دغې توقیفخونې تخنیک، لوژستیک، مخابرې، د ډوډۍ او خوړو پخولو، کانتینونو او روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او تعمیراتي چارو د لیدنې ترڅنګ، د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت په جلا جلا توګه له نږدې وارزاوه او د هغو د لا ښه والي او شتو ستونزو د هواري په موخه یې مربوطه مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړلې.

 

رمضان المبارک ۰۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS