د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت مرکزي توقیفخونې څخه لیدنه وکړله
د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" لومړۍ د کابل ولایت مرکزي توقیفخونې ته ولاړ او هلته يې د یادې توقیفخونې له رئیس محترم قاري محمد ګل "جګرخون" سره ولیدل او پر اړوندو موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې وکړې.
تر دې وروسته، د نظامي چارو مرستیال او مل پلاوي د یادې توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او د هغوی د حال او احوال پوښتنه یې وکړله، چې توقیفیانو د پلاوي پر ورتګ خوښي وښوده او له دوی سره د مرکزي توقیفخونې د مسوولینو له خوا د ښه چلند له امله د رضایت کړ.
په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي د دغې توقیفخونې تخنیک، لوژستیک، مخابرې، د ډوډۍ او خوړو پخولو، کانتینونو او روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او تعمیراتي چارو د لیدنې ترڅنګ، د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت په جلا جلا توګه له نږدې وارزاوه او د هغو د لا ښه والي او شتو ستونزو د هواري په موخه یې مربوطه مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړلې.
رمضان المبارک ۰۶/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
