ولایتي خبرونه: (ننګرهار، میدان وردګ، پکتیکا) د ننګرهار او میدان وردګ ولایتونو د زندانونو د امنیتي پرسونل او زندانیانو له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختمونه پایته ورسېدل

news_admin
Thu, Mar 05 2026 1:15 PM
ولایتی

د دغو زندانونو مسوولینو په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا میاشت د قرانکریم د نزول میاشت ده، نو د هغه تلاوت او نور عبادات د نورو میاشتو په پرتله ډېر ثواب او اجر لري او د مسلمانانو د نفس د تذکیې، اصلاح او تقوا لامل ګرځي».

د یادو مراسمو په پای کې، د نوموړو زندانونو پرسونل او زندانیانو د افغانستان د اوسني اسلامي نظام د بقا، په هېواد کې د امنیت، سولې، سوکالۍ، پرمختګ او یووالي د لا ښه ټینګښت لپاره د خیر دعاوې وکړې.

پکتیکا:

د پکتیکا ولایت د زندان مسوولینو په هڅو او د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو امریت سره په همغږۍ، د فلزکارۍ شاپ چې د یاد زندان (۳۰) تنو زندنیانو په کې برخه اخیستې وه او (۳) میاشتې یې دوام درلود تېره ورځ پای ته ورسېده.

 د نوموړي ولایت د زندان مسوولینو په دې اړه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې وویل، د دا ډول روزنيزو برنامو پلي کېدل د زندانیانو د بیا روزنې او سالمې بوختیا لپاره خورا اړین  دي او زیاته یې کړه، چې هڅه کوي په راتلونکو کې به هم دا برنامې دوام ولري.

 

رمضان المبارک ۱۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS