ولایتي خبرونه: (ننګرهار، میدان وردګ، پکتیکا) د ننګرهار او میدان وردګ ولایتونو د زندانونو د امنیتي پرسونل او زندانیانو له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختمونه پایته ورسېدل

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۱۵
ولایتی

د دغو زندانونو مسوولینو په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا میاشت د قرانکریم د نزول میاشت ده، نو د هغه تلاوت او نور عبادات د نورو میاشتو په پرتله ډېر ثواب او اجر لري او د مسلمانانو د نفس د تذکیې، اصلاح او تقوا لامل ګرځي».

د یادو مراسمو په پای کې، د نوموړو زندانونو پرسونل او زندانیانو د افغانستان د اوسني اسلامي نظام د بقا، په هېواد کې د امنیت، سولې، سوکالۍ، پرمختګ او یووالي د لا ښه ټینګښت لپاره د خیر دعاوې وکړې.

پکتیکا:

د پکتیکا ولایت د زندان مسوولینو په هڅو او د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو امریت سره په همغږۍ، د فلزکارۍ شاپ چې د یاد زندان (۳۰) تنو زندنیانو په کې برخه اخیستې وه او (۳) میاشتې یې دوام درلود تېره ورځ پای ته ورسېده.

 د نوموړي ولایت د زندان مسوولینو په دې اړه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې وویل، د دا ډول روزنيزو برنامو پلي کېدل د زندانیانو د بیا روزنې او سالمې بوختیا لپاره خورا اړین  دي او زیاته یې کړه، چې هڅه کوي په راتلونکو کې به هم دا برنامې دوام ولري.

 

رمضان المبارک ۱۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

ولایتي خبرونه (بامیان، زابل، خوست) د بامیان ولایت په زندان کې ښځینه محبوسینو ته د خیاطۍ او ګلدوزۍ شاپ پرانېستل شو

د بامیان ولایت په ښځینه زندان کې د ښځینه محبوسینو د اصلاح، روزنې او ځان بسیاینې په موخه د خیاطۍ او ګلدوزۍ نوی شاپ پرانېستل شو.

د یاد شاپ د پرانېستې پر مهال د زندان رئیس مولوي عبدالرحیم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۳
Background image

ولایتي خبرونه: (غزني، کندز) د غزني ولايت په زندان کې د ښځینه بندیانو لپاره د خیاطۍ شاپ پرانیستل شو

د غزني ولایت د زندان رئیس محترم ملا محمد نور "بلال شاهین" وايي، د دې پروګرام اساسي موخه ښځینه زندانیانو ته مسلکي مهارتونو زده کړه ده، څو هغوی وکولای شي له ازادېدو وروسته په ټولنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲۲
Background image

ولایتي خبر: (پکتیا) د پکتیا ولایت د زندان نظامي مسوولینو او پرسونل ته د ظرفیت لوړونې په موخه پنځلس ورځینی سمینار پیل شو


داراز، د پکتیا زندان د رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل" په وینا، دغه سمینار کې ګډونوالو ته د تجربه لرونکو استادانو له لورې به د دیني لارښوونو، نظامي اوصولو، اداري چارو، انضباط او مسلکي. . .

BACK TO NEWS