د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د لوګر ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Tue, Jan 17 2023 10:43 AM
عکس

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د داخلي تفتيش د رئیس محترم مولوي ضيأالرحمان "سعيد" په مشرۍ یو پلاوی لوګر ته په سفر ولاړ او هلته یې د یاد ولایت د زندان له مسوولینو سره په لیدنه کې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.
همداشان، پلاوي د لوګر ولایت د زندان له مسوولینو سره په دې بحث کې د چارو ښه پرمخ وړلو او د نوموړي ولایت د بندیانو ستونزو او غوښتنو ته د رسېدنې په اړه د دغې ادارې د رهبرۍ لازمې لارښوونې شریکې کړې.
داراز، د محترم سعيد په مشرۍ لوګر ته تللي پلاوي د دې ولایت د زندان له کاري او اداري برخو، تعمیراتي چارو او د پرسونل او بندیانو لپاره د روغتیايي، اعاشوي، اباتوي، د پخلنځي او نورو اړتیا وړ برابرو شويو توکو او امکاناتو څخه تر ارزونې وروسته، ډاډ ترلاسه کړ.
په ورته وخت کې، پلاوي د یاد ولایت د زندان ښوونیزې او روزنیزې چارې له نږدې وڅارلې او د لا ښه والي لپاره یې مربوطه مسوولین ځیر کړل.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین، تل د ازادۍ سلب د ټولو مرکزونو د ارزونې او په ترڅ کې یې د لاسته راوړنو تقویت او د ستونزو حل خپل مسوولیت ګڼي او په دې برخه کې، ورته کوښښونو ته دوام ورکوي.

جمادي الثاني ۲۴/  ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS