د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د لوګر ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۷ - ۱۰:۴۳
عکس

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د داخلي تفتيش د رئیس محترم مولوي ضيأالرحمان "سعيد" په مشرۍ یو پلاوی لوګر ته په سفر ولاړ او هلته یې د یاد ولایت د زندان له مسوولینو سره په لیدنه کې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.
همداشان، پلاوي د لوګر ولایت د زندان له مسوولینو سره په دې بحث کې د چارو ښه پرمخ وړلو او د نوموړي ولایت د بندیانو ستونزو او غوښتنو ته د رسېدنې په اړه د دغې ادارې د رهبرۍ لازمې لارښوونې شریکې کړې.
داراز، د محترم سعيد په مشرۍ لوګر ته تللي پلاوي د دې ولایت د زندان له کاري او اداري برخو، تعمیراتي چارو او د پرسونل او بندیانو لپاره د روغتیايي، اعاشوي، اباتوي، د پخلنځي او نورو اړتیا وړ برابرو شويو توکو او امکاناتو څخه تر ارزونې وروسته، ډاډ ترلاسه کړ.
په ورته وخت کې، پلاوي د یاد ولایت د زندان ښوونیزې او روزنیزې چارې له نږدې وڅارلې او د لا ښه والي لپاره یې مربوطه مسوولین ځیر کړل.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین، تل د ازادۍ سلب د ټولو مرکزونو د ارزونې او په ترڅ کې یې د لاسته راوړنو تقویت او د ستونزو حل خپل مسوولیت ګڼي او په دې برخه کې، ورته کوښښونو ته دوام ورکوي.

جمادي الثاني ۲۴/  ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۶
Background image

د هلمند ولایت له زندان سره د سره صلیب له لورې د یو اندازه اړتیا وړ توکو مرسته وشوه  

یاده مرسته د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب له لورې چې د حمام صابون، شامپو د غاښونو کریم او برس، پلاستیکي سطلونه، تشتونه، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۲۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې له کرنیزو ځمکو څخه د کدوګک شاوخوا (۱۰۰۰) کیلو ګرامه حاصلات راټول شول

یادې ادارې زندانیانو ته د دیني او عصري علومو، کسب زده کړې او ورزش ترڅنګ، د کرکېلې د ښې زمینې برابرولو او پرې د هغوی د بوختولو له امله (۲) میاشتې وړاندې د مرکزي زندان د ګارنېزیون په انګړ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د سره صلیب نړیوالې کمېتې د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږی سره د کابل ولایت څرخي پله مرکزي محبس له محبوسینو سره د یو اندازه اړتیا وړ توکو مرسته وکړله

د نوموړې کمېټې له خوا په یادو مرستو شویو توکو کې چې د حمام صابون، شامپو د غاښونو کریم او برس، پلاستیکي سطلونه، تشتونه، د جامو مینځلو پوډر او د اړتیا وړ نور توکي شامل وو، نن(سې شنبې) د. . .

BACK TO NEWS