د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولينو د(VAN) موسسې له استازو سره ولیدل

news_admin
Wed, Mar 29 2023 4:14 PM
van

د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" نن(چهارشنبې) په داسې حال کې، چې د ادارې د بېلابېلو مرکزي برخو رئیسانو او مسوولينو هم شتون درلود، په خپل کاري دفتر کې د (وي اې اېن) موسسې له استازو سره ولیدل.
 د دې لیدنې موخه د یادې موسسې له لورې د زندانونو چارو د سمون ادارې د پرسونل او زندانيانو لپاره د یو منظم ډېټابېس جوړول او په دې برخه کې د ادارې مربوطه مسوولینو سره د نظرونو تبادله وه، چې دواړو خواوو په دې هکله تر هراړخيز بحث وروسته د يو بل مسووليتونه او اړتياوې تشخيص کړې.
 په ورته وخت کې، د ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" په خپلو خبرو کې د يو منظم ډېټابېس رامنځته کول ډېر اړين ياد کړل او زياته يې کړه، چې په فعالولو سره به يې د ادارې چارې ګړندۍ او شفافې شي.
 بلخوا د(VAN) موسسې استازو هم له خپله اړخه د نوموړي ډېټابېس جوړولو لپاره د هر راز همکاریو ژمنه وکړه.
د زندانونو چارو د سمون اداره تل په دې هڅه کې ده، څو د خپلو او نورو همکارو ملي او نړیوالو بنسټونو په مرسته، د چارو لا ګړنديتوب او روڼتيا لپاره مناسب کاري سیستم جوړ او عملي کړي.

رمضان المبارک ۷/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر رياست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امريت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS