د زندانونو چارو د سمون ادارې او د غزني د عامې روغتیا رياست یوه ګډ پلاوي د دغه ولایت د زندان روغتیايي برخې وارزوله

news_admin
Wed, May 24 2023 6:07 PM
health

د زندانونو چارو د سمون ادارې د روغتیا رئیس محترم مولوي عبداللطیف "سجاد" غزني ته د خپل سفر پرمهال تېره ورځ، د دې ولايت د عامې روغتیا رياست د استازي په ملتيا د غزني زندان ته ولاړ او هلته يې د زندان له رئیس مولوي محمد هاشم "حقاني" او نورو مسوولینو سره ولیدل.
په دې ليدنه کې د یاد ولایت د زندان د روغتیايي خدماتو د څرنګوالي، فعاليتونو او ستونزو په اړه خبرې او سلامشورې وشوې.
محترم مولوي سجاد د غزني د زندان د روغتیايي برخې مسوولینو ته ډاډ ورکړ ، چې د دغې ولايت د عامې روغتيا د رياست په همکارۍ به په اړوندې برخه کې شته ستونزې حل او د زندانيانو او پرسونل لپاره د ښو صحي خدمتونو وړاندې کولو په موخه به لازمې اسانتياوې ورته برابرې کړي.
همداشان، محترم مولوي عبداللطیف "سجاد" د غزني ولایت د زندان د روغتیا برخې مسوولینو ته لارښوونه وکړه، څو د بندیانو په درملنه کې هېڅ راز هڅې ونه سپموي.

ذوالقعده- ۴/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS