د خوشي شویو بندي مجاهدینو د درملنې لړۍ پیل شوه

news_admin
Mon, Jul 10 2023 5:01 PM
خوشی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل رئیس محترم ملا محمد نور "بلال شاهین" تېره ورځ له یو شمېر خوشې شویو بندي مجاهدینو سره په خپل کاري دفتر کې د کتنې پرمهال د هغوی د درملنې په اړه خبرې اترې وکړې.
محترم بلال شاهین په یاده کتنه کې، اړوندو مسوولینو ته لارښونه وکړه چې نوموړي زندانیان کابل کې د پولیسو ۳۰۰ بستريز روغتون ته د ښې درملنې لپاره ولېږدوي.
داراز، هغه خوشې شویو بندي مجاهدینو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی د درملنې لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.
په ورته وخت کې، خوشې شویو بندي مجاهدینو هم د زندانونو چارو د سمون ادارې د یاد ریاست له مسوولینو مننه وکړه، چې تل یې د دوی ستونزو اورېدو ته غوږ ایښی او ورته یې پروخت رسېدنه کړې ده.

ذوالحجه ۲۲/ ۱۴۴۴
د مقام د د فتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS