د خوشي شویو بندي مجاهدینو د درملنې لړۍ پیل شوه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۹ - ۱۷:۱
خوشی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل رئیس محترم ملا محمد نور "بلال شاهین" تېره ورځ له یو شمېر خوشې شویو بندي مجاهدینو سره په خپل کاري دفتر کې د کتنې پرمهال د هغوی د درملنې په اړه خبرې اترې وکړې.
محترم بلال شاهین په یاده کتنه کې، اړوندو مسوولینو ته لارښونه وکړه چې نوموړي زندانیان کابل کې د پولیسو ۳۰۰ بستريز روغتون ته د ښې درملنې لپاره ولېږدوي.
داراز، هغه خوشې شویو بندي مجاهدینو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی د درملنې لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.
په ورته وخت کې، خوشې شویو بندي مجاهدینو هم د زندانونو چارو د سمون ادارې د یاد ریاست له مسوولینو مننه وکړه، چې تل یې د دوی ستونزو اورېدو ته غوږ ایښی او ورته یې پروخت رسېدنه کړې ده.

ذوالحجه ۲۲/ ۱۴۴۴
د مقام د د فتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۱۷
Background image

ولایتي خبرونه: (ننګرهار، میدان وردګ، کندز) د ننګرهار ولایت په زندان کې د یو ملي سوداګر په مالي مرسته یو کلنیک جوړیږي.

د ننګرهار ولایت په زندان کې د کلنیک رغنیزې چارې چې د یاد زندان د مسوولینو په هڅو او د یو ملي سوداګر په مالي مرسته جوړیږي، د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولو ي سهیل "سعید" او د نوموړي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۰:۳۷
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان (۷۷) تنه زندانیان له عفوې برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۴:۱۳
Background image

ولایتي خبرونه:( پنجشېر، پکتیا، هرات، سرپل، غور) د پنجشېر ولایت د زندان (۱۲) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په. . .

BACK TO NEWS