د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د کندهار ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Mon, Sep 04 2023 3:56 PM
سفر

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس پاسوال محترم مولوي اسدالله "مولانا" په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي، نن(دوشنبې) کندهار ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د زندان له مسوولینو سره د ځینو اړوندو موضوعګانو په هکله خبرې اترې وکړې.
همداشان ، یاد پلاوي د نوموړي ولایت د زندان امنیتي او اداري شعبې، پخلنځی، خوړو(اعاشې)، د څښاک او پاکو اوبو او بېلا بېلې برخې و ارزولې او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې وکړې. 
داراز، پلاوي د نوموړي زندان د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو او د هغوی ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې لپاره لازمې لارښوونې وکړې او د زندان له مسوولینو څخه یې د زندانیانو لپاره د ښو خدماتو  د رامنځ ته کولو په موخه مننه وکړه.

صفر المظفر ۱۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS