د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د کندهار ولایت له زندانه لیدنه وکړه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس پاسوال محترم مولوي اسدالله "مولانا" په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي، نن(دوشنبې) کندهار ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د زندان له مسوولینو سره د ځینو اړوندو موضوعګانو په هکله خبرې اترې وکړې.
همداشان ، یاد پلاوي د نوموړي ولایت د زندان امنیتي او اداري شعبې، پخلنځی، خوړو(اعاشې)، د څښاک او پاکو اوبو او بېلا بېلې برخې و ارزولې او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړي زندان د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو او د هغوی ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې لپاره لازمې لارښوونې وکړې او د زندان له مسوولینو څخه یې د زندانیانو لپاره د ښو خدماتو د رامنځ ته کولو په موخه مننه وکړه.
صفر المظفر ۱۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
