د کندهار ولایت د توقیفخونو د کارکونکو د ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځینی سمینار پیل شو

news_admin
Thu, Oct 12 2023 10:49 AM
kandhar

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري"ّ په سپارښتنه او د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې دا ځل د کندهار ولایت د توقیفخونو د کارکونکو د ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځینی سمینار پیل شو.
  داراز، د کندهار زندان د مسولینو په وینا، یاد سمینار یې د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل کړی چې له دې سره به د دې ولایت د توقیفخونو کارکونکو ته د توقیفیانو د ساتنې د هغوی سره د ښه چلند او ورته د غوره اسانتیاوو برابرولو تر څنګ نور د اړتیا وړ او مهم موضوعات شریک شي.
د یو بل خبر له مخې یو تن پایوازه چې غوښتل یې یو اندازه نشه یي توکي (چرس) او یو ځیرک ټیلفون د پروان ولایت زندان ته ولېږدوي، د دغه زندان د بیدارو امنیتي او کشفي ښځینه ارګانونو له خوا د کره تلاشۍ پرمهال ترې کشف، ضبط او له لېږدوونکې سره یوځای د یوې دوسیې په ترڅ کې رسماً اړوندې برخې ته د لا نورو څېړنو لپاره وسپارل شوه.

محرم الحرام ۲۷/  ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS