د زندانونو چارو د تنظیم په ادارې کې نوې ګومارنې ترسره شوې

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۳۰
معرفی

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا ء عالي مقام په منظورۍ  دغې اداره کې نوې ګومارنې ترسره شوې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې چې د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمدبلال "فاتح"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم الحاج مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" او یو شمېر نورو رئیسانو او مسوولینو هم شتون درلود، محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار" د کابل ولایت د توقیفخونو د نوي رئيس او محترم قاري محمدګل "جګرخون" د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان د نوي رئیس په توګه د جلا جلا مراسمو پرمهال اړوندو ملکي او نظامي پرسونل ته معرفي شول.

محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" یادو مراسمو ته د خبرو پرمهال د نوموړو رئیسانو مخکیني خدمتونه او لاسته راوړنې وستایلې او هغوی ته یې په نویو کې د لازیاتو د بریا هیله څرګنده کړله.

په ورته وخت کې، نویو ګومارل شویو رئیسانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ له خوا پر دوی د دې باور له امله په مننې سره زیاته کړله، چې که څه هم دا د دوی لپاره یو دروند بار او مسوولیت دی، نو هڅه به وکړي چې ورسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره امانتدارۍ او ریښتینوالۍ ترسره کړي.

 

 

صفر المظفر ۱۲/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۴:۷
Background image

نزدیک به نود تن از محبوسین زندان اناثیه کابل بعد از آموزش شش ماهه خیاطی و بیک دوزی سند فراغت شانرا بدست آوردند

به گفته مسوولین در این کورس شش ماهه که به همکاری موسسه خدمات انکشاف و رفاهی افغانستان راه اندازی گردیده بود بیست تن از بخش بیک دوزی، و شصت تن دیگر ان از بخش خیاطی سند فراغت حاصل نمودند.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم په ادارې کې نوې ګومارنې ترسره شوې

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا ء عالي مقام په منظورۍ  دغې اداره کې نوې ګومارنې ترسره شوې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۲
Background image

کورس سه ماهه خیاطی برای زندانیان ولایت زابل تدویرگردید

در این کورس سه ماهه خیاطی سی تن از زندانیان آموزش مسلکی خواهند یافت.

محترم ملا حکمت الله "خطاب " امر زندان ولایت زابل ضمن افتتاح کورس سه ماهه خیاطی گفت: اکنون زندان ها به محل آموزشگاه. . .

BACK TO NEWS