ولایتي خبرونه ( غزني- میدان وردګ- زابل) د غزني ولایت د زندان رئیس د ده‌یک ولسوالۍ د توقیفخونې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۴:۴۴
ولایتی

 

د غزني ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د دې ولایت د ده‌یک ولسوالۍ د توقیفخونې روانې رغنیزې چارې له نږدې  ولیدلې او کارکوونکو ته یې د چارو په ښه او بنسټېز ډول د ترسره کوولو سپارښتنه وکړه.

د نوموړو مسوولینو په وینا، دغه چارې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت جوړېږي چې پرمټ به یې هم پرسونل ته د کار کولو ښه فضا او هم توقیفیانو ته د اوسېدو مناسبه زمینه او لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

 

د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګ ولایت د زندان مسوولین زیاتوي، په یاد زندان کې یې د ورزش مینه والو زندانیانو  او  پرسونل د ټېمونو  ترمنځ څلور ورځینۍ دوستانه سیالۍ  په لاره اچولي دي.

د نوموړو مسوولینو په وینا، د دغو سیالیو موخه د دواړو لورو ترمنځ د یوې ښې سالمې فضا رامنځ ته کول دي، څو له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې، د میدان وردګ ولایت د زندان زندانیانو د یادو دوستانه سیالیو د برابرولو له امله مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د زندان له خوا به په نورو جوړو شویو مثبتو  پروګرامونو کې هم د تل په شان برخه واخلي.

 

بل لور بیا، د زابل ولایت په زندان کې د اداري چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه د رغنېزو چارو د جوړولو‎ چارې پیل شوې.

د نوموړي زندان د مسوولینو په وینا یادې چارې چې مالي لګښت یې د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا ورکول کېږي، په بشپړېدو سره به یې د دې ولایت د زندان د کارکوونکو په رسمي چارو کې د خنډ او زنډ ستونزې حل او د کاري چارو ښه چاپېریال به رامنځ ته شي.

 

محرم الحرام ۲۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۲۰
Background image

اخبار ولایتی (پکتیا، بغلان) رئیس زندان ولایت پکتیا، به منظور بررسی کار ساختمان تعمیر توقیفخانه ولسوالی سید کرم عازم آن ولسوالی گردید.

محترم عبد الغنی"عادل" رئیس زندان ولایت پکتیا، در آغاز سفر با ولسوال، آمر استخبارات و قاضی محکمه ولسوالی سید کرم  دیدار نمود، روی همکاری های هرچه  بیشتر میان ادارات ذیربط تاکید صورت گرفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

به منظور بررسی ارایه خدمات بهتر کارمندان، بخش‌های تعمیراتی و عرضه خدمات خوب صحی، هیئتی از مرکز عازم ولایت زابل گردید

محترم الحاج ملا عبدالله "عباد" رئیس تعمیرات و محترم داکتر سید احمد "اسحاقزی" رئیس امور صحی اداره تنظیم امورزندان ها، با هیئت همراه شان در حالیکه محترم ملا حکمت الله "خطاب " آمر ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

خبری‌های ولایتی (میدان‌وردگ پکتیا) مسئولان زندان ولایت میدان وردک، به منظور بهبود کار در توقیفخانه ها عازم ولسوالی  سید آباد گردیدند

محترم مولوی محمد هاشم "حقانی" آمر زندان ولایت میدان وردک و هیئت همراه شان ، به منظور ایجاد تسهیلات بیشتر در امور کاری در توقیفخانه ولسوالی سید آباد عازم این ولسوالی‌ گردیدند.

آمر زندان. . .

BACK TO NEWS