د ننګرهار ولایت د زندان په کوربه توب د ا.ا.ا. د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د «وله يې مولوي صيب» تر سرليک لاندې د واليبال ټورنمنټ د دې زندان د لوبډلې له خوا د لومړي مقام په ترلاسه کولو پاى ته ورسېد

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۵۹
ننکرهار

د ننګرهار ولايت د زندانونو چارو د سمون رياست په نوښت او کوربه توب او د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د «وله يې مولوي صيب» تر سرليک لاندې د واليبال ټورنمنټ، چې د دغه ولایت لپاره د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د والیبال فډراسیون امریت په تخنیکي همکارۍ یوه میاشت وړاندې د یاد زندان په انګړ کې دننه د شپږو ولايتونو (کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، پکتيا ولسي او د کابل څرخي پله مرکزي زندان د امنیتي پرسونل، د ننګرهار د ولسواليو د ولسي او جلال‌آباد ښار د والیبال کلپونو په ګډون د شاوخوا (۴۰) لوبډلو ترمنځ پیل شوی و، په پایله کې د ننګرهار د زندان د امنیتي پرسونل لوبډلې د نوموړي ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ لوبډلې ته د (۳پر صفر) سیټونو ماته ورکړه او د ټورنمنټ لومړی مقام یې خپل کړ.

د ننګرهار ولايت د زندانونو چارو د سمون رئيس محترم مولوي سهيل سعيد په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال وويل: د دغه ټورنمنټ موخه د زندانيانو لپاره د ذهني سکون او فزیکي فعاليت رامنځته کول دي، ځکه د هغه په خبره دا ډول پروګرامونه زندانیانو ته خوښي وربخښي، ټولنيزې اړیکې او هيلې یې راژوندۍ کوي، سالم مصروفيت او فرصت یې په برخه کېږي، په زندان کې سپورتي ارزښتونه ترويج او د سالمې تفرېح د رامنځته کولو لپاره مهم ګام دی.

داراز، محترم مولوي سعید د ننګرهار ولایت لپاره د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د والیبال فډراسیون امریت څخه د مننې په کولو وویل: دوی د ټورنمنټ له پیل تر پایه د لوبډلو له خوا په تخنیکي ډول د لوبو کولو کې ډېره مرسته کړې ده.

همداشان، محترم سعید د دې ټورنمنټ د مالي ملاتړو له همکاریو هم خوښي څرګنده او مننه وکړله.

د یادونې وړ بولو، چې د یادو مراسمو په پای کې د دغه ټورنمنټ د لومړي او دویم مقام ګټونکو لوبډلو ته د هڅونې په هدف نغدي انعامونه ورکړل شول.

 

جمادي الاول ۲۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت د زندان له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړله

محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" تېره ورځ هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال د یاد زندان اداري، امنیتي او خدماتي چارې له نږدې وارزولې.

داراز، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

BACK TO NEWS