د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام په منظورۍ د غزني ولایت د زندان لپاره نوي رئیس په دنده وګومارل شو.

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۰
معرفی غزنی

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" له لوري د غزني ولایت زندان لپاره محترم مولوي خالقداد "رحمت" د نوي رئیس په توګه د یاد زندان پرسونل ته معرفي شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال محمد کاظم طارق په داسې حال کې، چې د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مل پاسوال عبدالشکور "طیب" او یو شمېر مسوولین ورسره ول د  زندان د چارو پر لا ښه تنظیم، د امنیت د ټینګښت، اداري نظم او د محبوسینو د حقونو پر رعایت ټینګار وکړ او له نوي رئیس څخه یې وغوښتل چې خپله دنده د اسلامي اصولو، نافذه قوانینو او اداري مسوولیتونو په رڼا کې په پوره امانتدارۍ او ژمنتیا ترسره کړي.

دغه راز، محترم مولوي خالقداد رحمت هم د باور له امله د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له مشرتابه څخه مننه او ژمنه یې وکړله، چې د غزني ولایت زندان د چارو د لا ښه مدیریت، د امنیت د پیاوړتیا او د محبوسینو د قانوني حقونو د خوندي کولو لپاره به په اخلاص او مسوولیت خپله دنده ترسره کړي.

تر دې وروسته، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د  پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو، اباتې، پخلنځي، کانتین، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړلې.

په پای کې، د نظامي چارو  مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق په مشرۍ پلاوي د غزني ولایت د زندان له امنیتي قراولونو، ټاورونو، او امنیتي پوستو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله او د یاد زندان د امنیت د لا ټینګښت په موخه یې امنیتي مسوولینو ته یولړ سپارښتنې هم وکړلې.

 

محرم الحرام ۱۴/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت د زندان له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړله

محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" تېره ورځ هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال د یاد زندان اداري، امنیتي او خدماتي چارې له نږدې وارزولې.

داراز، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

BACK TO NEWS