د کابل ولایت د توقیفخونې ۴۸ توقیفیانو ته مننلیکونه ورکړل شول

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۹ - ۱۳:۴۳
فراغت

د افغانستان د ا.ا د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا د کابل ولایت توقیفخونې هغو ۴۸ توقیفیانو ته مننلیکونه ورکړل شول، چې د دغې ادارې له لورې په برابرو شویو دیني، عقیدتي، فکري او فرهنګي درسونو کې یې په پوره لېوالتیا او فعال ډول ګډون درلود.
د زندانونو چارو د سمون ادارې مسلکي او پالېسۍ مرستیال قاري عبدالله "همدرد"، په دې اړه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې، چې د کابل ولایت د زندانونو چارو د سمون رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د ادارې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي"، د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات"، د کابل ولایت د څار او توقیفخونې رئیس قاري عبدالغني "عادل"، د څرخي پله مرکزي زندان د ګارنیزیون د امنیتي قطعې قومندان محترم مولوي شرافت الله "حقاني" او یو شمېر نورو مسوولینو او پرسونل هم شتون درلود وویل: « د ادارې رهبري په ځانګړې توګه د مسلکي او پالېسۍ معاونیت تل د بندیانو، تورنو او محجوزینو پر بیا روزنې ټینګار کوي، لازمه زمینه ورته برابروي او د نورو اجرایوي پالېسیو او کړنلارو ترڅنګ په ازادۍ سلب مرکزونو کې د ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو د لاښه والي او ګټورتوب پر پالېسۍ هم کار کوي».
د محترم قاري همدرد په وینا، د همدې پالېسۍ پر بنسټ دا دی په کابل توقیفخونه کې د توقیفیانو لپاره د دیني درسونو بهیر پیل او له امله یې نن یوشمېر توقیفیانو ته د ستاینې په موخه مننلیکونه ورکول کېږي.
داراز، د کابل ولایت د زندانونو چارو د سمون رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" په یادو مراسمو کې د خبرو پرمهال وویل، په دیني، عقیدتي، فکري او فرهنګي  درسونو کې د توقیفیانو ګډون او د مننلیکونو ترلاسه کول د دوی د محاکماتي چارو په بهیر کې اسانتیا راولي او له ځینو قانوني او حقوقي امتیازونو څخه یې برخمنېږي.
په ورته وخت کې، د مراسمو نورو ویناوالو هم د کابل ولایت په توقیخونه کې د نوموړو درسونو د ګډونوالو توقیفیانو پر برخه اخیستو خوښي وښوده او له هغوی یې وغوښتل، څو خپل وخت ضایع نه کړي، په یادو درسونو کې ښه برخه واخلي او هم خپله دیني، عقیدتي، فکري او فرهنګي پوهه زیاته کړي.
دغه مراسم، د دې درسونو ۴۸ تنو برخه والو توقیفیانو ته د هڅونې او ستاینې په موخه د مننلیکونو په ورکولو سره پایته ورسېدل.

جمادي الاول ۲۶/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۴۸
Background image

رئیس عمومی جدید اداره تنظیم امور زندان ها به کارکنان این ریاست معرفی و رسماً به کارش آغاز نمود

محترم مولوی عبدالکریم "جهاد یار" رئیس عمومی اداره تنظیم امور زندان ها  که به اساس حکم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوی هبة الله اخندزاده (حفظه الله) به حیث رئیس عمومی اداره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۱۶
Background image

پرسونل و زندانیان زندان ولایت بامیان بعد از یک ماه آموزش درکورس  زیر نام " تعلیم السلام " سند فراغت شانرا بدست آوردند

دراین محفل محترم مولوی عبدالرحیم "احمد" رئیس زندان ولایت بامیان،

مولوی انس "عزیزی" معاون مقام ولایت ، رئیس شورای علما و شماری ازنماینده های ادارات مختلف ولایت بامیان، پرسونل و شماری از. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۴۰
Background image

مسئولان زندان ولایت بدخشان از ترمیم و رنگمالی ساختمان این زندان خبر میدهند

به گفته مسئولان، عرضه خدمات برای زندانیان خود عبادت بشمار میرد ورهبری اداره درین راستا توجه بیشتری را مبذول داشته اند. روی این اصل، مسئولان زندان ولایت بدخشان ترمیم ورنگمالی تعمیر زندان. . .

BACK TO NEWS