ولایتي خبر: (سرپل) د سرپل ولایت له زندان سره د اکتید موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

news_admin
Mon, Oct 20 2025 1:25 PM
سرپل

یاده مرسته، د نوموړي ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ او د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د اکتید موسسې له لورې (۱۰۰) تنو نارینه او ښځینه محبوسینو او  محجوزینو سره چې د کالیو منځلو پودر، شامپو، صابون، ځان پاک او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، یاد محبوسینو باندې د یادې کمېټې د مسوولینو په حضور کې ووېشل شوه.

د دې زندان مسوولینو د نوموړې کمېټې څخه د مننې  ترڅنګ، یادې مرستې اړینې وبللې او ترڅنګ يې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

ربیع الاخر ۲۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS