ولایتي خبر: (سرپل) د سرپل ولایت له زندان سره د اکتید موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د نوموړي ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ او د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د اکتید موسسې له لورې (۱۰۰) تنو نارینه او ښځینه محبوسینو او محجوزینو سره چې د کالیو منځلو پودر، شامپو، صابون، ځان پاک او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، یاد محبوسینو باندې د یادې کمېټې د مسوولینو په حضور کې ووېشل شوه.
د دې زندان مسوولینو د نوموړې کمېټې څخه د مننې ترڅنګ، یادې مرستې اړینې وبللې او ترڅنګ يې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
ربیع الاخر ۲۷/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت