ولایتي خبرونه: (غزني، پکتیکا) د غزني ولایت په زندان کې د (تعلیم‌الاسلام) تر سرلیک لاندې ازموینه واخیستل شوه

news_admin
Mon, Nov 23 2026 1:42 PM
ولایتی

د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" د دې ازموینې موخه د زندانیانو د دیني زده‌کړو د کچې ارزونه، د اسلامي لارښوونو په اړه د هغوی د پوهاوي لوړول او د دیني زده‌کړو بهیر ته د زندانیانو هڅول وبلل.

د ازموینې پر مهال له ګډونوالو څخه د تعلیم‌الاسلام د کتاب اړوند بېلابېلې پوښتنې وشوې، څو د هغوی د دیني معلوماتو او زده‌کړو کچه وارزول شي.

پکتیکا:

د پکتیکا ولایت په زندان کې د زندانیانو (۶) لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

دغه ټورنمنټ، چې د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست او ورزش او سپورت امریت په همکارۍ پيل شوی و، چې موخه یې د زندانيانو د ذهني سکون، سالمې او مثبتې بوختيا سربېره د اصلاح او روزنې د بهير د پياوړتيا په برخه کې يو مهم ګام دی.

 د پکتیکا ولايت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" وويل، د دې ډول ورزشي برنامو تنظیمول د زندانيانو پر روحي او رواني روغتیا  مثبتې اغېزې لري او له زندانيانو سره د بيا ټولنيز کېدو او مثبت بدلون په برخه کې ډېره مرسته کوي.

 

جمادي الاخر ۱۲/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS