ولایتي خبرونه: (غزني، پکتیکا) د غزني ولایت په زندان کې د (تعلیم‌الاسلام) تر سرلیک لاندې ازموینه واخیستل شوه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۳:۴۲
ولایتی

د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" د دې ازموینې موخه د زندانیانو د دیني زده‌کړو د کچې ارزونه، د اسلامي لارښوونو په اړه د هغوی د پوهاوي لوړول او د دیني زده‌کړو بهیر ته د زندانیانو هڅول وبلل.

د ازموینې پر مهال له ګډونوالو څخه د تعلیم‌الاسلام د کتاب اړوند بېلابېلې پوښتنې وشوې، څو د هغوی د دیني معلوماتو او زده‌کړو کچه وارزول شي.

پکتیکا:

د پکتیکا ولایت په زندان کې د زندانیانو (۶) لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

دغه ټورنمنټ، چې د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست او ورزش او سپورت امریت په همکارۍ پيل شوی و، چې موخه یې د زندانيانو د ذهني سکون، سالمې او مثبتې بوختيا سربېره د اصلاح او روزنې د بهير د پياوړتيا په برخه کې يو مهم ګام دی.

 د پکتیکا ولايت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" وويل، د دې ډول ورزشي برنامو تنظیمول د زندانيانو پر روحي او رواني روغتیا  مثبتې اغېزې لري او له زندانيانو سره د بيا ټولنيز کېدو او مثبت بدلون په برخه کې ډېره مرسته کوي.

 

جمادي الاخر ۱۲/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۱۹
Background image

خبرهای ولایتی: (کندز، میدان وردګ، لغمان) مسئولان زندان ولایت کندز، به منظور بهبود کار در توقیفخانه ها عازم ولسوالی دشت ارچی گردیدند

محترم الحاج ملا محمد عثمان "عثمانی " معاون نظامی زندان ولایت کندز و هیئت همراه شان ، به منظور ایجاد تسهیلات بیشتر در امور کاری در توقیفخانه ولسوالی دشت ارچی  عازم این ولسوالی‌ گردیدند.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۱۰
Background image

ورکشا پ سه روزه به منظور هماهنگی محاکم، با اداره تنظیم امور زندان ها پایان یافت

محترم قاری محمد بلال "فاتح" معاون پالیسی و مسلکی اداره تنظیم امور زندان ها ضمن قدردانی از کمیته جهانی صلیب سرخ از اشتراک کننده گان خواست مواردی که در این سه روز آموخته اند در جنب اینکه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ  یوه پلاوي د لوګر ولایت له زندانه لیدنه وکړله

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د نظامي چارو معاونیت سلا کار محترم حاجي سید رحمان "طاهري" او یو شمېر نور مسوولین یې هم ملتیا کوله، په پیل کې د یاد ولایت د. . .

BACK TO NEWS