د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ  یوه پلاوي د لوګر ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۰
لوگر

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د نظامي چارو معاونیت سلا کار محترم حاجي سید رحمان "طاهري" او یو شمېر نور مسوولین یې هم ملتیا کوله، په پیل کې د یاد ولایت د زندان امر محترم مولوي حمید الله "حیدري" سره یې پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

تر هغې وروسته، نوموړي د لوګر ولایت د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې وویل: « موږ هڅه کړې چې تاسو ته اصلاحي او روزنیز پروګرامونه عملي کړو، نو هیله لرو چې له یوې خوا دا ستاسو د اصلاح او بیا روزنې لامل شي او له بلې خوا ښه به دا وي چې په کې ونډه واخلئ او له بنده تر ازادېدو وروسته د یو سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ».

په ورته وخت کې، د یاد ولایت د زندان زندانیانو د نوموړي پلاوي پر ورتګ خوښي وښوده او له دوی سره د زندان د مسوولینو له خوا د ښه چلند له امله رضایت څرګند کړ.

په پای کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د لوګر ولایت د زندان د مالي او اداري، صنعتي، تخنیک، لوژستیک، مخابرې، د ډوډۍ او خوړو پخولو، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او تعمیراتي چارو د لیدنې ترڅنګ، د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت په جلا جلا توګه له نږدې وارزاوه او د هغو د لا ښه والي او شتو ستونزو د هواري په موخه یې مربوطه مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

جمادي الاخر ۱۴/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۱۹
Background image

خبرهای ولایتی: (کندز، میدان وردګ، لغمان) مسئولان زندان ولایت کندز، به منظور بهبود کار در توقیفخانه ها عازم ولسوالی دشت ارچی گردیدند

محترم الحاج ملا محمد عثمان "عثمانی " معاون نظامی زندان ولایت کندز و هیئت همراه شان ، به منظور ایجاد تسهیلات بیشتر در امور کاری در توقیفخانه ولسوالی دشت ارچی  عازم این ولسوالی‌ گردیدند.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۱۰
Background image

ورکشا پ سه روزه به منظور هماهنگی محاکم، با اداره تنظیم امور زندان ها پایان یافت

محترم قاری محمد بلال "فاتح" معاون پالیسی و مسلکی اداره تنظیم امور زندان ها ضمن قدردانی از کمیته جهانی صلیب سرخ از اشتراک کننده گان خواست مواردی که در این سه روز آموخته اند در جنب اینکه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ  یوه پلاوي د لوګر ولایت له زندانه لیدنه وکړله

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د نظامي چارو معاونیت سلا کار محترم حاجي سید رحمان "طاهري" او یو شمېر نور مسوولین یې هم ملتیا کوله، په پیل کې د یاد ولایت د. . .

BACK TO NEWS