ولایتي خبر (کونړ) د کونړ ولایت په زندان آمریت کې د یو تن محجوز د قرآن کریم د حفظ او لسو نورو د ناظرې د ختم په مناسبت د دستاربندۍ مراسم ترسره شول

news_admin
Tue, Nov 24 2026 3:11 PM
کنر

په یادو مراسمو کې یو تن محجوز د قرآن کریم د بشپړ حفظ او لسو تنو نورو محجوزینو د قرآن کریم د ناظرې د ختم په ویاړ د دستاربندۍ په مراسمو کې وستایل شول.

د کونړ ولایت د زندان امر محترم الحاج ملا محمد نور "بلال شاهین"، په خپلو خبرو کې د محجوزینو د دیني زده‌کړو له پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې محجوزینو په لږ وخت کې د پام وړ دیني زده‌کړې ترلاسه کړې دي.

نوموړي د دیني زده‌کړو پر دوام او د قرآن کریم د لارښوونو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

په دغو مراسمو کې د کونړ ولایت د عدلیې رئیس محترم مولوي عبدالستار، د علماوو شورا رئیس او د امر بالمعروف ریاست استازي هم ګډون کړی و.

 

جمادي الاخر ۱۳/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS