ولایتي خبر (کونړ) د کونړ ولایت په زندان آمریت کې د یو تن محجوز د قرآن کریم د حفظ او لسو نورو د ناظرې د ختم په مناسبت د دستاربندۍ مراسم ترسره شول

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۱۱
کنر

په یادو مراسمو کې یو تن محجوز د قرآن کریم د بشپړ حفظ او لسو تنو نورو محجوزینو د قرآن کریم د ناظرې د ختم په ویاړ د دستاربندۍ په مراسمو کې وستایل شول.

د کونړ ولایت د زندان امر محترم الحاج ملا محمد نور "بلال شاهین"، په خپلو خبرو کې د محجوزینو د دیني زده‌کړو له پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې محجوزینو په لږ وخت کې د پام وړ دیني زده‌کړې ترلاسه کړې دي.

نوموړي د دیني زده‌کړو پر دوام او د قرآن کریم د لارښوونو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

په دغو مراسمو کې د کونړ ولایت د عدلیې رئیس محترم مولوي عبدالستار، د علماوو شورا رئیس او د امر بالمعروف ریاست استازي هم ګډون کړی و.

 

جمادي الاخر ۱۳/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو عامه اړیکو امریت

 

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۱:۳۲
Background image

"۳۰" تن از پرسونل ریاست زندان ولایت غزنی امتحان سواد آموزی را سپری نمودند

محترم مولوی خالقداد "رحمت" رئیس زندان ولایت غزنی ضمن اینکه آموزش سواد را در آگاهی و تقواداری یک شخص سودمند میداند، گفت: اداره تنظیم امور زندان ها در جنب آموزش های دینی و حرفه‌ای با. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۵:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نوی ویاند کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او په رسمي توګه یې خپله دنده پیل کړله

 

 

محترم مفتي سردارولي "متین" د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نوي ویاند په توګه، د مقام دفتر د رئیس محترم قاري رحمت‌الله «ګلزاد» له لوري د یادې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۳:۴۲
Background image

ولایتي خبرونه: (غزني، پکتیکا) د غزني ولایت په زندان کې د (تعلیم‌الاسلام) تر سرلیک لاندې ازموینه واخیستل شوه

د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" د دې ازموینې موخه د زندانیانو د دیني زده‌کړو د کچې ارزونه، د اسلامي لارښوونو په اړه د هغوی د پوهاوي لوړول او د دیني زده‌کړو بهیر ته د. . .

BACK TO NEWS