د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز نوی نظامي مدیر پرسونل ته معرفي شو
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې اړوند د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز لپاره نوی نظامي مدیر محترم مولوي عبدالباري "جهادي" د څرخي پله مرکزي زندان د امنیتي قطعې قوماندان محترم مل پاسوال مولوي سید محمد "مسلم" له لوري د یاد مرکز پرسونل ته معرفي شو.
د معرفۍ په مراسمو کې، د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس، محترم مولوي شرافت الله "حقاني" هم حضور درلود.
په مراسمو کې، د مسوولینو له لوري د ادارې د چارو د لا ښه تنظیم، امنیتي همغږۍ، مسلکي همکارۍ او د دندو د اغېزمن ترسره کېدو پر اهمیت ټینګار وشو. همدارنګه له نوي نظامي مدیر څخه وغوښتل شول، چې ورسپارل شوي مسوولیتونه د اسلامي اصولو، نافذه قوانینو او اداري مقرراتو په رڼا کې په بشپړ امانتدارۍ او مسوولیت ترسره کړي.
همداراز، نوي نظامي مدیر هم ډاډ څرګند کړ، چې د ادارې له مشرتابه او پرسونل سره په همغږۍ به د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د امنیت، نظم او اداري چارو د لا ښه والي لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.
محرم الحرام ۱۴/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
