د ا.ا.ا. د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څارنې لوی رياست يوه پلاوي د غزني ولايت له زندان لیدنه وکړه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۱۵:۲۷
غزنی 1

د نوموړي رياست د رئیس محترم مولوي خالد په مشرۍ يوه پلاوي د غزني ولایت له زندانه لیدنه وکړه او د دې زندان له رئیس محترم مولوي محمدهاشم "حقاني" او یو شمېر مسوولینو سره يې د ا.ا.ا. عاليقدر مشرتابه له خوا د زندانیانو د سزا د عفوې او تخفیف اړوند فرمانونو د تعقیب او پلي کولو په هکله خبرې اترې وکړې. همداشان، پلاوي د غزني ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال په دغه زندان کې د یادو فرمانونو د پلي کولو د ارزونې ترڅنګ، د خوشې شویو زندانیانو دوسیې هم وڅېړلې او د هغو له شفافیت څخه یې ډاډ ترلاسه کړ. په ورته وخت کې، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څارنې د رئیس محترم مولوي خالد په مشرۍ غزني ته تللي پلاوي د یاد ولایت د زندان له مسوولینو څخه مننه وکړه، چې د امیرالمؤمنین شېخ القران والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) له خوا د محکومینو او تورنو د سزا د عفوې او تخفیف اړوند فرمانونه یې په شفافه او منظمه توګه پلي کړي او د زندانیانو د خوشې کولو په برخه کې یې عدالت په ښه توګه ټینګ کړی دی. د زندانونو چارو د سمون ادارې د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه د یادو صادرېدونکو فرمانونو تعقیب او پلي کول خپل مسولیت ګڼي او په دې برخه کې یې تل له عدالت او شفافیت څخه کار اخیستی دی او په راتلونکې کې به هم د دې مسئولیت ښه ترسره کولو ته په پوره رېښتينولۍ دوام ورکوي. شوال المکرم ۱۱/ ۱۴۴۴ د مقام د دفتر ریاست د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۸:۵۳
Background image

د غزني ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د قرباغ، ګیلان او مقر ولسوالیو له توقیفخونو څخه ارزونه وکړله

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د  قرباغ، ګیلان او مقر ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره پر اړوندو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۸:۴۴
Background image

د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون د کنړ ولایت د زندان ارزونه وکړله

د ا.ا.ا. د ښار جوړونې وزیر محترم مولوي نجیب الله حیات " حقاني" په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون غړو کنړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې چې د یاد ولایت مرستیال محترم مولوي عبدالله. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۵۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو نوی رئیس وټاکل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام په منظورۍ د کارکوونکو چارو نوی رئیس وټاکل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د زندانو چارو د تنظیم. . .

BACK TO NEWS