د غزني ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د قرباغ، ګیلان او مقر ولسوالیو له توقیفخونو څخه ارزونه وکړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۸:۵۳
غزنی

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د  قرباغ، ګیلان او مقر ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د نوموړو ولسوالیو اداري او تخنیکي چارو د ارزونې ترڅنګ د توقیفخونو له توقیفیانو سره له نیږدې ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې غوښتنې شریکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته  د شرعي اصولو په رڼا کې د رسېدنې، د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

همدا شان، د لیدنې پرمهال د نوموړي زندان رئیس له لورې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله هغه فرمان چې  بندیانو سره د ښه چلند، عدالت او انساني حقوقو په رعایتولو باندي ټینګار شوی، د زندان له مسوولینو سره شریک کړای شو.

 

ربیع الاول ۱۰/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۸:۵۳
Background image

د غزني ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د قرباغ، ګیلان او مقر ولسوالیو له توقیفخونو څخه ارزونه وکړله

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د  قرباغ، ګیلان او مقر ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره پر اړوندو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۸:۴۴
Background image

د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون د کنړ ولایت د زندان ارزونه وکړله

د ا.ا.ا. د ښار جوړونې وزیر محترم مولوي نجیب الله حیات " حقاني" په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون غړو کنړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې چې د یاد ولایت مرستیال محترم مولوي عبدالله. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۵۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو نوی رئیس وټاکل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام په منظورۍ د کارکوونکو چارو نوی رئیس وټاکل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د زندانو چارو د تنظیم. . .

BACK TO NEWS