د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د میدان وردک ولایت له زندان څخه ارزونه وکړله

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۴۶
معرفی

د دې ادارې نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب" او یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله،  میدان وردک ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د زندان مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړلې.

د محترم الحاج محمد کاظم "طارق"په مشرۍ پلاوي د یاد زندان له مسوولینو سره په لیدنه کې د نظم، ډسپلین او زندانیانو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو سپارښتنه وکړله.

داراز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي، د دې ولایت د زندان له زندانیانو سره له نږدې ولیدل د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړله څو یې ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسېدنه وکړي.

همداراز، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو، اباتې، پخلنځي، کانتین، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړلې.

همداشان، د نظامي چارو مرستیال لوی پاسوال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي د میدان وردک ولایت د زندان له امنیتي قراولونو، ټاورونو او امنیتي پوستو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله او د زندانیانو د امنیت د لا ټینګښت په موخه یې امنیتي مسوولینو ته یولړ سپارښتنې هم وکړلې.

 

محرم الحرام ۱۴/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۱۵
Background image

د ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د څرخي پله ښځینه محبس او د کابل ولایت مرکزي توقیفخونې وضعیت وارزاوه

د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام "حنفي" په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون په داسې حال کې، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۵۸
Background image

د غزني ولایت زندان ته نوی رئیس معرفي شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" له لوري د غزني ولایت زندان لپاره محترم مولوي خالقداد "رحمت" د نوي رئیس په توګه د یاد زندان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د میدان وردک ولایت له زندان څخه ارزونه وکړله

د دې ادارې نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب" او یو شمېر نورو مسوولینو. . .

BACK TO NEWS