د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي معاون په دنده پېل وکړ

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
معرفی

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  د څرخي پله مرکزي محبس د نوي امنیتي معاون په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم مل پاسوال مولوي محمود "فیاض" اړوند پرسونل ته معرفي او نوموړي هم رسماً خپله دنده پیل کړله

  په دې اړه په جوړو شويو مراسمو کې، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال لوی پاسوال محترم الحاج محمد کاظم "طارق"، د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان رئیس محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار"، د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب" او یوشمېر نورو مسوولینو هم ګډون کړی وو، محترم مل پاسوال مولوي محمود  "فیاض" د یاد محبس د نوي امنیتي معاون په توګه اړوند پرسونل ته وپېژندل شو.

داراز، د نظامي چارو مرستیال د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل، هیله لرو، چې دغه تغییر او تبدیل د چارو د ښوالي او پرمختګ سبب وګرځي او په دې  برخه کې ښې لاسته راوړنې ولرو.

همداشان، د نظامي چارو مرستیال د مخکیني امنیتي معاون کړنې وستایلې او د یاد محبس له پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړله.

په پای کې، محترم مولوي محمود " فیاض " په خپلو خبرو کې وویل: « تل به خپل هېواد او هېوادوالو ته خدمت کوو او راسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ سرته رسوو». 

 

 

ذوالحجة الحرام ۲۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي معاون په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  د څرخي پله مرکزي محبس د نوي امنیتي معاون په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم مل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو

یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر. . .

BACK TO NEWS