د زندانونو چارو د سمون ادارې د صنعتي ریاست نوی رئیس وګومارل شو

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۱۶:۲۷
صنعتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د دغې ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې د څرخي پله مرکزي زندان رئیس محترم مولوي عطامحمد محمد او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم مولوي اغا شاه د صنعتي ریاست لپاره د نوي رئیس په توګه د یاد ریاست پرسونل ته معرفي او د دعا په کولو یې د خدای(ج) له درباره ورته په چارو کې د بریا او پرمختګ هیله وکړه.
همداشان، محترم همدرد د یاد ریاست له پرسونل څخه له نوي رئیس سره د پوره همکارۍ او چارو ښه پرمخ وړلو توصیه وکړ، چې د نوموړي پرسونل له خوا هم د دوی له اړخه د هرراز همکارۍ ژمنه وشوه.
په ورته وخت کې، محترم همدرد د کابل د څرخي پله مرکزي زندان کې صنعتي مدیریت ته ولاړ او د یاد مدیریت د خیاطۍ، بوټ ګنډنې، حلبي سازۍ، غالۍ اوبدلو، ترکاڼۍ یا نجارۍ، وېلډېنګ کارۍ، فلزکارۍ، د برېښنا د تولید او بېلابېلې برخې له نږدې ولیدلې او مسوولینو ته یې د نوموړو برخو له ماشینونو او وسایلو څخه د بندیانو د سالمې بوختیا او ورته د کسب زده کولو لپاره د ګټې اخیستنې په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
همداشان، د پالېسۍ او مسلکي مرستیال د صنعتي مدیریت مسوولینو سره په خبرو کې پرېکړه وکړه، څو هغه صنعتي برخې، ماشینونه، وسایل او د کسب زده کړې کارځایونه چې غیر فعال دي او هغه چې ترمیم او جوړولو ته اړتیا لري ترمیم او بیا فعال کړي.
د د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم عبدالله "همدرد" زیاته کړه، چې د یاد مدیریت د صنعتي برخې په بیا فعالولو سره به له یوې خوا بندیان کسب زده کړي، د بند موده به یې بېځایه تېره نه شي او له بلې خوا به د زده کړي کسب پرمټ عاید ترلاسه او خپلې اقتصادي ستونزې به پرې حل کړي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولين ژمن دي، چې په ورته ګامونو سره د خپلو چارو ګټورتوب او د ادارې پرسونل لپاره د اړتیا وړ امکانات برابر کړي، څو دا پرسونل وتوانېږي بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو ته په بېلابېلو برخو کې مناسب او لازم خدمتونه وړاندې کړي.

جمادالاول ۶/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام په منظورۍ د غزني ولایت د زندان لپاره نوي رئیس په دنده وګومارل شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" له لوري د غزني ولایت زندان لپاره محترم مولوي خالقداد "رحمت" د نوي رئیس په توګه د یاد زندان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۱۵
Background image

د ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د څرخي پله ښځینه محبس او د کابل ولایت مرکزي توقیفخونې وضعیت وارزاوه

د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام "حنفي" په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون په داسې حال کې، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۵۸
Background image

 د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز نوی نظامي مدیر پرسونل ته معرفي شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې اړوند د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز لپاره نوی نظامي مدیر محترم مولوي عبدالباري "جهادي" د څرخي پله مرکزي زندان د امنیتي قطعې قوماندان محترم. . .

BACK TO NEWS