د زندانونو چارو د سمون ادارې د ۱۴۰۱ مالي کال پر تشکیلاتو د بحث لپاره غونډه جوړه شوه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۷ - ۱۶:۶
تشکیلات

د زندانونو چارو د سمون ادارې د بشري سرچینو رئیس محترم قاري محمد ګل "جګرخون" او د ادارې د ملکي او نظامي تشکیلاتو اړوندو مسوولینو نن(سې شنبې) د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست له خوا د دولت د تشکیلاتو د تحلیل او بیاارزونې برخې مرستیال محترم عبدالحسیب "مسعودي" او د اداراتو د تشکیلاتو له کارپوه محترم فایز احمد "بابکرخېل" سره د يوې غونډې پرمهال، د ۱۴۰۱مالي کال لپاره د زندانونو چارو د سمون ادارې د ملکي او نظامي تشکیلاتو پر څرنګوالي خبرې وکړې.
همداشان، په دې غونډه کې د دغې ادارې د یادو تشکیلاتو پرځینو هغو مواردو هم بحث وشو، چې روښانه نه وې.
د زندانونو چارو د سمون اداره، د خپلو چارو معياري کېدو او له اړتيا سره سم د تشکيلاتو برابرولو ته ژمنه ده او په خپل دې کار سره غواړي، چې د ښې حکومتولۍ په بهير کې يوه غښتلې اداره وي.

ربېع الثاني ۱۳/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام په منظورۍ د غزني ولایت د زندان لپاره نوي رئیس په دنده وګومارل شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" له لوري د غزني ولایت زندان لپاره محترم مولوي خالقداد "رحمت" د نوي رئیس په توګه د یاد زندان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۱۵
Background image

د ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د څرخي پله ښځینه محبس او د کابل ولایت مرکزي توقیفخونې وضعیت وارزاوه

د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام "حنفي" په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون په داسې حال کې، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۵۸
Background image

 د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز نوی نظامي مدیر پرسونل ته معرفي شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې اړوند د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز لپاره نوی نظامي مدیر محترم مولوي عبدالباري "جهادي" د څرخي پله مرکزي زندان د امنیتي قطعې قوماندان محترم. . .

BACK TO NEWS